د لاس رسي وړ اتصالات

د مهال ویش سره سم، نن ماسپښین باید اتلانتس هواته توغول شوی وای، خو...


د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا نن یکشنبې د اتلانتس په نامه د هوايي بیړۍ پلان شوي توغول نن د سون د موادو د سیستم د خرابوالي په سبب په دوهم ځل لپاره وځنډاوه.

د مهال ویش سره سم نن ماسپښین باید اتلانتس هواته توغول شوی وای، خو د ناسا مامورینو وویل چې که چیرې د هایدروجني سون موادو د تانکرود څلورو سیستمونو له جملى نه کوم یو له کاره ولویږي، نو دا کار به وځنډول شي.

د اتلانتس د تیرې پنجشنبې توغول هغه وخت وځنډول شول چې د ټانکرو درې سیستمونه له کاره ولویدل.

دغه سیستمونه د سون د موادو د کمیدلو په وخت کې په اتوماتیک ډول انجن دروي. ناسا وايي که چیرې تر راتلونکي هفتې پورې دغه ستونزه حل نشي نو د اتلانتس توغول به تر جنورۍ پورې وځنډیږي.

اتلانتس پخپل یوولس ورځنۍ ماموریت کې دا دنده لري چې په اروپا کې جوړ شوی فضايي لابراتوار بین المللي فضايي ستیشن ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG