د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان مرگي په اسلام اباد کې د ښوونځي په سروېس موټر حمله کړېده


د پاکستان پوځ وايي یوه ځان مرگي بم چونکي د اسلام اباد په شمال لویدیز ښار کامره کې د یوې پوځي اډې خوا کې د ښونځي په بس باندې په یوې حملې کې پنځه ماشومان ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي د بس چلوونکی او یو ساتونکی هم په نني پېښه کې زخمى شوي دي.

دا حمله د هغې حملې نه یوه ورځ وروسته شوې ده چې د سوات په دره کې وشوه او په هغې کې اته کسان چې دوه یې ماشومان وو ووژل شول.

چارواکېو وویل د یکشنبې په ورځ په یوه بله پیښه کې یوه بمب چونکي له چاودیدونکېو موادو نه ډک خپل موټر د پولیسو په یوې پوستې کې د ننه وچاوه او درې پولیسان یې ووژل او یو شمیر نور یې ژوبل کړل.

په یوه جلا پیښه کې خلکو د سوات د مینگورې ښار په ٣٥ کیلومترۍ کې درې مړي چې ویل کیږي محلي جنگیالي وو، موندلي دي او ممکن د سیمې خلکو هغوی وژلي وي.

د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دوی په دې توانیدلي چې د طالبانو پلوي قواوې د سوات د وادي نه د یوې هفتې جنگونو نه وروسته وشړي.

XS
SM
MD
LG