د لاس رسي وړ اتصالات

په کوېټه کې ېوې نظامى پوستې ته نېژدې دوه غبرگې ځان وژونکى چاودنى وشوې


د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په مرکزى ښار کوېټه کې ېوې نظامى پوستې ته نېژدې دوه غبرگې ځان وژونکى چاودنى وشوې.

او اوه کسان ېې وژلى دى. چارواکى وايى چې اوله چاودنه دموټرو هغه کتار ته نېژدى وشوه چې تالاشى ته ولاړ وو.

کله چې خلک ددغې چاودنى نه وروسته را ټول شول نو په دغه وخت کې دوېمه چاودنه هم وشوه.

په پاکستان کې د بلوچستان په اېالت کې په منظم ډول بمى چادونى او ډزې کېږى او پړه ېې معمولا پر ملتپالو بلوچانو ور اچول کېږى.

دغه ملتپالې ډلې له مرکزى حکومت نه ډېره ازادى او د صوبى په طبېعى زېرموکې ډېره ونډه غواړى.

XS
SM
MD
LG