د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان عسکرو موسى کلا ته نېژدې څلور طالبان وژلى دى


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې عسکرو ېې موسى کلاته نېژدې څلور طالبان وژلى دى. رپوټ وايي دا اولنى جگړه وه چې له هغه نه وروسته پېښېږى چې طالبان له هېلمند نه واېستل شول.

ددفاع وزارت په ېوخبر لېک کې وېلى دى چې د ملى اردو عسکرو ددې لپاره چې د حکومت د اقتدار ساحه پراخه کړى، له موسى کلا نه بهر وتلى ول چې په دې ترڅ کې له له دښمن سره مخامخ شول.

د افغانستان او ناټو قواو تېره اونى په موسى کلا باندى قبضه وکړه. په دغه جگړه کې په سوونو ېاغى طالبان ېا ووژل شول، ېا زخمى شول او ېا ونېول شول.

په سوونو عسکرو د شنبى په ورځ هم په موسى کلا کې پر سړکونو باندى گزمه کوله. د برتانېې پوځى چارواکى وايي د شنبى په ورځ په موسى کلا باندى د هغو سېمو نه د راکټ دوه ډزې وسوې چې طالبان له جگړې نه وروسته ور تښتېدلى ول.

له دغو ډزو نه وروسته د ځانى تلفاتواو زخمېانو رپوټ ندى راغلى. طالبانو موسى کلا تقرېبا اته مېاشتې مخکى له حکومت ته نېولى وه.

XS
SM
MD
LG