د لاس رسي وړ اتصالات

اولمېرت خپلې کابېنى ته وېلى دى چې د امرېکا داستخباراتو په رپوټ انتقاد ونکړي


د اسراېېلو لومړي وزېر، اېهود اولمېرت خپلى کابېنى ته هداېت لارښوونه کړېده له خپلو شخصى نظرېاتونه دامرېکا د استخباراتو د رپوټ په باب ډډه وکړي.

دغه رپوټ وايي چې اېران د اټومى وسلو د جوړولو پلان نلرى. ښاغلى اولمېرت دا خبرې وروسته له هغه نه وکړې چې داسراېېلو د عامه امنېت وزېر اوي ډېچر د شنبى په ورځ په خپله وېنا کې پر دغه رپوټ باندى سخت انتقاد وکړ.

ډېچر دغه رپوټ د اېران د اټومى پروگرام په برخه کې دامرېکا د غلط فهمۍ نتېجه بولى او وې وېل چې دا پروگرام د سېمه ئېزې جگړې سبب کېدلى شى.

هغه ووېل چې اسرائېل به په دې برخه کې کار وکړى چې د امرېکا د استخباراتو نظر د اېران د اټومى پروگرام په برخه کې بدل کاندى.

د مطبوعاتو رپوټونه وايي چې د اسراېېلو ېو هېئت په امرېکا کې د امرېکا له چارواکېو سره مجلسونه کوى چې په دې ېې قانع کړى چې اېران لاتر اوسه هم غواړى چې اټومى وسلې جوړې کړى.

دا معلومه نده چې دغه هېئت کوم ډول معلومات دامرېکا چارواکېوته وړاندى کړېدى. د امرېکا د استخباراتو ېو اټکل په دې مېاشت کې داېران په باب خپور شوېدى او وايي چې اېران دخپلو اټومى وسلو پټ پروگرام څلور کاله پخوا درولى و.

په رپوټ کې داهم وېل شوېدى چې اېران لا تر اوسه پورې هم د ېورانېمو غنى کونگ ته ادامه ورکوى. رپوټ زېاتوى چې اېران به د ٢٠١٠ او ېا ٢٠١٥ کلونو ترمنځ په کافې انداره ېورانېم ولرى چې اټومى وسلې ترېنه جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG