د لاس رسي وړ اتصالات

د پولېسو دوه منصبداران دبرتانوى ترهگر د تېښتى په اړه نېول شوېدى


د پاکستان مقاماتو د شنبې په ورځ د یوه برټانوي ټروریسټ د تښتېدلو د پېښي په ارتباط د پولیسو دوه تنه صاحب منصبان نیولي دی. پولیسو دغه منصبداران د رشید رووف د بدرگه کولو په وخت کی د بې احتیاطۍ په تور نیولي دی. رووف هغه وخت وتښتېدی چی دغو صاحب منصبانو د راولپینډي په ښار کی د محکمې نه بندیخانې ته د تللو په وخت کی په یوه جومات کی د لمانځه د ادا کولو اجازه ورکړه. پولیسو ددغو صاحب منصبانو نه تحقیقات کوی او دا معلوموی چی دوی خو به د رووف سره د تېښتی په کار کی همکاري نه وي کړې. د پاکستان مقاماتو دغه راز د رووف دوه تنه کاکاگان هم توقیف کړي دي او د پنجاب د ایالات د بهاولپور په سیمه کی یې د هغه په کور باندی چاپه وهلې ده . رووف، چی د برټانیې پاکستانی اصله تبعه دی، د کال ٢٠٠٦ داگسټ په میاشت کی ونیول سو. په غرب کی مقامات وایی رووف دهغی الوتکي د چاودلو په کوښښ کی لوی لاس درلود چی د برټانیې او متحده ایالاتو ترمنځ یې سفر کاوه او ددغی حملې دپاره یې د مایع چاودېدونکو موادو نه کار اخیستی وو.

XS
SM
MD
LG