د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولیسو د محکمو په مخ د بمو په تور دوه کسان نیولي


دهند پولیسان وائې، دوی دوه مشکوک افراطی مسلمانان نیولی دی چې تیره میاشت ئې په شمالی ښارونوکې دمحکمو مخی ته په یولړ بمی چاودنو کې لاس لاره . په دغه چاودنو کې لږترلږه دیارلس تنه وژل شوی وو. پولیسان وائې، امنیتی قواو نن دشنبی په ورځ داتراپردیش په مرکز لکنو کې داورگاړی سټیشن ته نژدی دغه مشکوک کسان ونیول شول . گمان کیږی چې دغه دوه مشکوک کسان دحرکت الجهادالاسلامی سره چې مرکزئې په بنگله دیش کې دی، ارتباط لری . پولیسانو وویل،دغه دواړه کسان هندی مسلمانان دی مگر دائې څرگنده نکړه چې دوی دنومبر په ٢٣ نیټه په لکنو، واراناسی او فیض ابادکېدمحکمومخی ته بمونه ایښی وو او که نه .
XS
SM
MD
LG