د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ملگرو ملتو او د اروپایی اتحاد دوه مامورین د ملک نه وایستل


د اروپایی اتحاد او ملگرو ملتو مامورینو دا تاییدکړې چی دغه دوه تنه نن د افغانستان د حکومت په امر چی ویلي یې دي هغوی افغانستان ته خطر دی ، د هغه ملک نه را ووتل . اروپایي اتحاد او ملگري ملتونه وایی چی په دې پېښه کی غلط فهمي شوې ده .



د افغانستان یوه نطاق د سه شنبې په ورځ دغه دوه تنه نا مطلوب اشخاص وبلل او هغوی ته یې ۴٨ ساعته وخت ورکړ چی د افغانستان نه ووځی .



د افغانستان حکومت په دغو دوو تنو باندی چی یو برتانوی او بل آیرلینډی دی تور لگولی چی تیره هفته یې د هلمند په ولایت کی د طالبانو د آستاځو سره کتلي دي .

















XS
SM
MD
LG