د لاس رسي وړ اتصالات

د پېپلز گوند د مېرمن بهټو زوى دهغې پر ځاې د گوند مشر ټاکلى دى


د پاکستان د پخوانى وژل شوې صدراعظمى بېنظېر بهټو سېاسى گوند د هغې زوى او خاوند د گوند دمشرانوپه حېث ټاکل دى چې ددى ځاى ونېسى او د د پېپلز دگوند مشرى وکړى. د پاکستان د پېپلز گوند چارواکى وايي د مېرمن بهټو ١٩ کلن زوى بلاول به د گوند مشروي او دمېرمن بهټو خاوند اصف على زردارى په دهغه دوېم رئېس وي. دغه اعلان نن دمېرمن بهټو په پلرنى ځاى نوډېرو کې وشو. همدارنگه د پېپلز گوند چارواکېو نن د ااعلان هم وکړو چې د اگوند به په هغو انتخاباتو کې گډون وکړى چې دجنورى داتمى نېټى لپاره اعلا ن شوېدى. د پاکستان بل مخالف سېاسى گوند چې مشرېى نواز شرېف دى نن اعلان وکړ چې دوى به له انتخاباتو سره په پلان شې مقاطعى باندى له سره غور وکړى. ځکه چې دمېرمن بهټو گوند د اپرېکړه کړېده چې په انتخاباتو کې برخه واخلى. دپاکستان د واکمن گوند ېو معتبر غړى وايي ددى توقع شته چې د جنورى دمېاشتى داتمې نېټې انتخابات ېو څو مېاشتى وځنډول شي. طارق عظېم د پاکستان د مسلم لېگ گوند ېو معتبر غړى وايي دى توقع کوى چې انتخابات به ١٢ اونۍ وځنډول شي. پاکستان د بېنظېر بهټو د قتل کېدلو نه وروسته په سېاسى جنجال او گډوډېو کې راگېر دى. دپاکستان دانتخاباتو کومېسېون به ددوشنبى په ورځ ېو اضطرارى مجلس کوى . په دغه مجلس کې به په دې پرېکړه وشى چې انتخابات څه وخت وشى. په عېن حال کې د مخالف سېاستمدار نواز شرېف، سېاسى گوند وايي چې که د بېنظېر بهټو گوند دا پرېکړه وکړى چې په انتخاباتو کې برخه واخلى نو دا گوند به هم په خپله هغه فېصله چې له انتخاباتو سره مقاطعه وکړى له سره غور وکړى. دمېرمن بهټو گوند نن پرېکړه کوى چې دهغه په ځاى بل څوک د گوند د مشرى لپاره وټاکي. په دغه غونډه کې به د مېرمن بهټو وصېت ولوستل شى . هغې په خپل وروستى وصېت کې خپل نولس کلن زوى بلاول ټاکلى دى چې ددغې موسسى مشرتوب وکړى. په پاکستان کې د بوټو د وژل کېدو وروسته په اخ او ډب او نښتو کې د درانه مالي تاوان داووښتلو سره سره لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي. بله خوا د شنبې په ورځ د بېنظير بوټو کورنۍ د مخالفو گوندونو سره یو ځای د هغې د وژل کېدو ماتم ته دوام ورکړ. یوه ورځ وروسته د بوټو کونډ شوي خاوند اصف علي زرداري په خپل کلي نوډېرو کې لمونځ و کړ او د بوټو زوی او لوڼو په گړهي خدابخش کې د خپلې مور قبر ته د دعا لپاره و رغلل. په زرگونو کسان د مېرمن بهټو د پلرنى کور نه بهر راټول شوى ول او د پاکستان پر جمهوررئېس پروېز مشرف ېې دمېرمن بهټود وژلو تور لگاوه. د پاکستان د انتخاباتو کومېسېون وايي په پاکستان کې ناکرارېو د انتخاباتو لپاره په مبارزې او ځان برابرولو باندى ناوړه اغېزه کړېده. ېو جلا رپوټ وايي دوه ځان وژونکي نن هغه وخت ووژل شول چې دهغوى بمونه مخکى له وخته په ختېځ پاکستان کې دېوه مشهور سېاستمدارد کور مخې ته وچاودېدل.

XS
SM
MD
LG