د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سرحد ته نېژدى د پاکستان عسکرو ٢٥ افراطېان وژلى دى


د پاکستان مقامات وایی پوځیانو یې د هیواد په شمال لوېدیځه صوبه کی د افغانستان سرحد ته نیژدې لږترلږه پنځه ویشت تنه توندروان وژلي دی.

یو پوځی نطاق تورن جنرال وحید ارشد وایی دغه نښتی د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه پېښی سوې چی د جنوبی وزیریستان په علاقه کی څلور تنه ملېشه وتښتول سول.

د پاکستان حکومت مخکی په جنوبی وزیریستان کی د توندروانو پرمشر بیت الله محسود باندی د مخالفی مشری بېنظیربوټو د قتل پړه اچولې وه.

محسود د تېری هفتې په هغه حمله کی پر لاس لرلو منکر سو. د پاکستان پوځیان د افغانستان پرسرحد باندی د توندورانو سره په سختو جگړو لیگا دي.

XS
SM
MD
LG