د لاس رسي وړ اتصالات

ملایانو دافغانستان جمهوررئیس ته  دعیسوی مبلیغینوپه خلاف خبرداری ورکړیدی


په افغانستان کې ملایانو دهیواد جمهوررئیس ته خبرداری ورکړیدی چې دمرستودرسولو هغه مؤسسې وتړی چې په هیواد کې دعیسوی مبلیغینو کارونه په مخ بیائې . دافغانستان داسلامی شورا غړی وائې، دوی دځینو غیر بین المللی دولتی مؤسسو دفعالیتونو په باره کې اندیښنه لری چې کوښښ کوی افغانان مسیحیت ته راواړوی . ددغې شورا غړو پرون دجمعی په ورځ دجمهوررئیس حامد کرزی سره لیدلی وواوددغې غونډې نه وروسته ئې داعلامیه خپره کړه.

دغو ملایانو خبرداری ورکړیدی چې که ددغو فعالیتونومخه ونه نیول شی نونتیجه به ئې فاجعه وی. یاغی طالبانو ددوه زره اوم کال دجولای په میاشت کې دجنوبی کوریا ٢٣ تنه عیسوی مبلغین برمته کړی و، دوه دونه تنه ئې وژل شوی وو او باقی پاتی خوشی کړی وو. دافغانستان اسلامی شورا دجمهوررئیس نه دا غوښتنه هم کړیده چې ځینی تلویزنی پروگرامونه دی بند شی چې په هیواد کې فساد او غیر اسلامی کولتو خپروی .

XS
SM
MD
LG