د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مقامات وایی په ټول هیواد کی پوځیان اچول سوي دي


په پاکستان کی امنیتی قواوی په داسی حال کی د تیارسی په حالت کی درول سوي دي چی د هغه هیواد شیعه اقلیت د محرمی د مقدسی میاشتی لمانځلو ته تیاری کوی.

د پاکستان مقامات وایی په ټول هیواد کی پوځیان اچول سوي دي او خځوصی هغو سیمو ته لېږل سوي دی چی کېدلای سی فرقه ای نښتی منځته پکښی راسی.

د محرمی میاشت چی احتمال لری سبا پیل سی. په لسمه ورځ یا د عاشورا په ورځ هغه وخت خپل اوج ته رسېږی چی شیعه گان لارو کوڅو ته راوزی او د غم او غوسې د ښکاره کولو دپاره خپل ځانونه وهی.

په دې وروستیو کلونو کی د شیعه گانو پر دغو مراسمو باندی سنی وسله والو کسانو او ځان مرگو بمب چونکو حملې کړی دی.

XS
SM
MD
LG