د لاس رسي وړ اتصالات

بش: زه په دې باور لرم چی په مناسبو مرستو سره به د فلسطین دولت جوړ شی


د امریکا جمهور رئیس بوش وایی دی په دې باور لری چی مخکي له دې چی دده د جمهوري ریاست دوره پوره شی، د اسرائیلو او فلسطین تر منځ به موافقه شوې وی.

د امریکا غږ د سپیني ماڼۍ خبریاله پاولاولفسن رپوټ راکوی چی ښاعلي بوش دا وینا وروسته له هغه وکړه چی د لویدیځي غاړي د ‏(‎ رامالا)‎ په ښارگوټي کی یې د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره خبري وکړې.

جمهور رئیس بوش یوه ورځ وروسته له هغه چی په بیت المقدس کی یې د اسرائیلو د صدر اعظم ایهود اولمیرت سره وکتل، په موټر کی چی کلک امنیت یې نیول شوی و، رامالا ته روان شو.

هغه د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس او نورو لوړ رتبه مامورینو سره څو ساعته خبري وکړې. کله چی دوی وروسته خبریالانو ته حاضر شول، نو جمهور رئیس بوش وویل چی دی باور لری مخکی له دې چی دده د جمهوري ریاست دوره ختمه شی، د سولي یو تړون به وشی.

هغه داسی وویل: ‏‎ زه په دې باور لرم چی په مناسبو مرستو سره به د فلسطین دولت جوړ شی . او زه په دې هم باورلرم چی کله چی دا دولت جوړشی، نو هغه به د سولي په خوا یو مهم گام وی.

‏‎ د جمهور رئیس عباس سره د ښاعلي بوش په خبرو کی موجود خنډونه لیري شوي نه دي، مگر دا اشارې په څرگنده ورسول شوې چی د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ به خنډونه کم کړای شی.

ښاغلي بوش وویل چی هره خوا ځانته مسئولیتونه لری او په خاص ډول یې د اسرائیلو نه وغوښتل چی د فلسطین د حکومت د هغو کوششونو د لاري خنډ نه سی چی غواړی خپلي امنیتي قواوي عصری کړی.

هغه وویل: ‏«‎ دا د هر حکومت د پاره ډیره ضروري ده چی خپلو خلکو ته ددې تضمین ورکړی چی داسی یوه پیاوړې او مؤثره قوه ولری چی د ضرورت په وخت کی امنیت ورته برابرولای شی. او دا فقط لومړی گام دی چی حکومت په خلکو کی باور را پیدا کولای شی.

‏»‎ کله چی جمهور رئیس بوش را ما لا ته په موټر کی روان و نو په لاره کی یې دوه نور مهم ځایونه هم ولیدل چی عموما د هغو په باب د فلسطین مقامات شکایتونه کوی.

هغه په داسي حال کی چی هوا خړه او دمه او غبار زیات و د اسرائیلو د تلاشۍ پوستې او د سړک په اوږدو کی هغه ټرېلرونه ولیدل چی د ناقلو یهودانو د هستوگنی غیر قانوني کورونه وو.

جمهور رئیس بوش پرون د اسرائیلو نه وغوښتل چی دغه ټول کورونه دی له منځه یوسی. خو کله چی د تلاشیو د پوستو په باب یوه فلسطیني خبریال پوښتنه ځنی وکړه نو جمهور رئیس بوش وویل چی دی د حالاتو دواړه اړخونه په پام کی ساتي: ‏«‎ زه په دې پوهیږم چی فلسطینیان د تلاشیو د پوستو نه ولي ویره لری.

زه په دې هم پوهیږم چی اسرائیل ولي غواړی د امنیت د موجودیت احساس وکړی. په بل عبارت دوی د خپل سرحد په اوږدو کی داسی دولت نه غواړی چی د هغه نه دي حملې پر وشی.‏»

کله چی ښاغلی بوش د سه شنبې په ورځ اسرائیلو ته ورسید نو تقریبا په هماغه وخت کی د اسرائیلو په یوه ښار باندی د غزې نه یو راکټ وار شو. ښاغلي بوش وویل چی د سولي د لاري یو ډیر غټ خنډ په غزه کی چي د حماس د ډلي په کنټرول کی ده موجود دی.

هغه وویل چی د غزې خلک اوس باید د فلسطینی دولت د جوړیدو د هیله مني آیندې او دې اوسنۍ وضعي تر منځ یوه لار انتخاب کړی.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس وویل چی حماس دده په قول په غزه کی کودتا کړې ده. مگر هغه وویل چی د فلسطین مقامات به د خپلو خلکو سره ولاړ وی. د فلسطین مشر د جمهور رئیس بوش سره په هغي ودانۍ کی وکتل چی یو وخت د یاسرعرفات له خوا استعمالیده.

بش محمود عباس داسی یو مشر وباله چی سولي ته یې ملا تړلې ده. ‎

XS
SM
MD
LG