د افغانستان پولېس وايي دوى څلور مشکوک کسان ددوشنبى دورځى د حملى په اړه نېولى دى. ددوشنبى په ورځ دکابل دسېرېنا په هوټل باندى چې ښه ټېنگ امنېت ېې ساتل کېږى.
په حمله کې اته تنه وژل شوى وو. خارجى افغان چارواکېو دا خبره تائېد کړه چې په دغه هوټل کې ېو امرېکا ېې، ېو فېلېپېنى چې دهوټل مستخدم و، ېو ناروېژى او د هوټل امنېتى ماموران وژل شوېدى.
د افغانستان د استخباراتو رئېس امرالله صالح نن د سه شنبى په ورځ خبرېالانوته ووېل چې دا حمله د کومانډو د حملو په څېروه. هغه ووېل درى افراطېانو ماښام مهال په هوټل باندى چټک برېدوکړ.
ېوه افراطى چې د هوټل ساتونکى ېې ووېشت په خپله د بل ساتونکى له خوانه ووژل شو. په همدى وخت کې دهغه د چاودونکېو موادو واسکټ هم وچاودېده.
دوېم حمله کوونکې د ننوتلو ځاى ته نېژدې خپل ځان په بم والوزاوه. درېم حمله کوونکى د هوټل سالون ته ننووت او په ډزو ېې پېل وکړ. خو وروسته بېا ونېول شو.
افغان چارواکى وايي دغه حمله د ملا عبدالله له خوانه تنظېم سوى وه. نوموړى د مېرانشاه په ښار کې چې په شمالى وزېرستان کې پروت دى اوسېږى.
عبدالله د ېو مشهور قبېلوى مشر سراج حقانى لپاره کارکوى او هغه له طالبانو سره ملگرى دى.