د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو د اسلامى جهاد ېو مشر سهار دوخته په ېوه چپاو کې وواژه


د فلسطېن د روغتېايي چارو ماموران وايي دغزې ښارته نېژى د اسراېېلو په ېوه هوايى حمله کې نن د چارشنبى په ورځ لږ تر لږه درى فلسطېنېان چې په هغو کې ېو تنکى ځوان هم شامل دى ووژل شول.

عېنى شاهدان وايي ددى حملى هدف هغه موټر و چې په ښار کې روان و.

په جلا ډول په لوېدېزه غاړه کې دسهار وختى په ېوه چپاو کې د اسراېېلو قواو داسلامى جهاد ېو مشر چې اسراېېېلى قواو له پخوانه پسى گرځېدلى وواژه اودوه نورېې ونېول.

د اسلامى جهاد گوند ووېل ددوى د لوېدېزې غاړې مشر، ولېد عبېدى له اسراېېلى قواو سره په ډزو کې هغه وخت ووژل شو چې د قناطېه په کلى کې ېې سره ډزې کولى. دغه کلى د فلسطېنى مهاجرو د جنېن کمپ ته نېژدى پروت دى.

د اسراېېلو قواوې په لوېدېزه غاړه او غزه کې چپاوونه غورځوى او د هغو سرتېرو په نېولو پسى گرځى چې د اسراېېلو پر ضد حملو کې لاس لرى.

د سه شنبى په ورځ د ملگرو ملتونو ېو خاص استاځى چې دمنځنى ختېځ د سولى د چارو منتظم دى د کشالې ټولى خواوې دېته وهڅولى چې دغزې په تړانگه کې چې د حماس تر کنترول لاندى ده د مرگ ژوبلى له زېاتولو نه ډډه وکړى.

رابرټ سېري د اسراېېلو او فلسطېنېانو ترمنځ د خونړېو جگړو په ورځو کې دا خواست وکړ. په دې ورځو کې په دغو جگړوکې د اسراېېلو او فلسطېنېى ټوپک والاو ترمنځ جگړو کې ١٩ فلسطېنېان وژل شوېدى.

په دې کې درى ملکېان هم شامل دى.

XS
SM
MD
LG