د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بهتو د وژلو په تور 'یو مشکوک تنکی ځوان نیولی دی'


د پاکستان د امنیتی چارو مامورانو رپوټ ورکړیدی چې یوتنکی ځوان ئې نیولی دی چې گمان کیږی د پخوانې صدر ا‏عظمې او د مخالفی مشرې بینظیر بهتو دتیری میاشتی په وژلوکې، لاس لاره.

خبری آژانسونه د امنیتی چارو دمامورانو چې نه غواړی نومونه ئې یاد شی وائې، پنځلس کلن اعتزاز شاه د پنجشنبی په ورځ په دیره اسمعیل خان کې په داسی وخت کې ونیول شو چې د عاشورا د مراسمو د لمانځلو په وخت کې ئې د شعېه گانو په جومات باندی د ځانمرگی حملی لپاره تیاری نیوه.

مامورانو وویل، دغه هلک اعتراف وکړ چې په هغه پنځه کسیزه ډله کې شامل وچې د میرمن بهتو دوژولو وظیفه ورکړل شوی وه چې دډیسمبر په ٢٧ نیټه په راولپینډی کې دانتخاباتی مبارزی نه لږه وروسته ووژل شوه.

مگر په اسلام اباد کې د کورنیو چارو د وزارت نطاق جاوید اقبال چیمه وویل، دی دغه رپوټ نشی تائیدولای.

له بل پلوه نظامی ماموران وائې، د جمعی دورځی نه راپدی خوا د جنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې څه دپاسه نوی تنه یاغیان وژل شویدی.

دغه سیمه د افراطی مشر بیت اله محسود چې د القاعدی سره ارتباط لری، قوی مرکزدی چې ‏ حکومت وائې، د میرمن بهتو په وژلو کې ئې لاس لاره.

XS
SM
MD
LG