د لاس رسي وړ اتصالات

براك اوباما، په جنوبى کرولاېنا کې، هېلري کلنتن ته ماتې ورکړه


پرون په جنوبي کارولائنا کې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې د کاندید کېدو په گوندى انتخاباتو کې، براک اوباما، هثلري کلنټن ته ماتې ورکړه.

پخواني سناتور، جان ایډوارډز، درېیم ځای تر لاسه کړ. ټول کاندیدان اوس د جنورۍ په پنځمه په نورو ایالتونو کې د انتخاباتو لپاره ځانونه چمتو کوي.

په ایووا کې له بري او په نیوهمپشایر او بیا په نیواډا ایالتونو کې له ماتې وروسته براک اوباما د شنبې په ورځ د خپلې نېږدې سیالې هېلري کلنټن په پرتله دوه چنده زیاتې رایې واخیستې.

او اوس په جنوبي کارولاینا کې بریالی شو.

اوباما ووېل: ‏ ‎'مونږ ترټولو زیاتې رایې او پلاوي گټلي. او له عمرونو راهیسې دا د امریکا په تاریخ کې بل تر هر وخت زیات د ډول ډول خلکو ائتلاف دی.‏'

هېلري کلنټن بیا په ټینسي ایالت کې چې یو د هغو شلو ایالتونو څخه دی چې په راتلونکېو ورځو کې به انتخابات پکې تر سره شي، وینا ورکړه او اوباما ته یې د بریا مبارکي ورکړه.

سناتورې هېلرى کلنتن ووېل: ‏ ‎'زه تاسو ته دا واېم چې څومره خوشاله یم چې د هیواد سترگې د ټینسي او نورو ایالتونو په لور کږې دي او هلته به د فرورۍ په پنځمه انتخابات تر سره شي‏'

د ایالت په ډیموکراټو رایې اچونکو کې تورپوستي تر نمايي یو څه زیات دي. څېړونکي وايي اوباما ته زیاتې رایې تورپوستو ورکړې، او ځیني دا یو تاریخي وخت بولي.

کېشا اډمز وايي: ‏ 'هغه یو انقلابي شخصیت دی. او د امریکا ځوان رایې اچونکي یې را پاڅولي دي. زه یواځي غواړم چې د دغه تحریک ېو ه گډونکوونکې واوسم او د ٢٠٠٨م په نومبر کې دا ووېنم چې هغه جمهور رئیس سى'

د نظرېاتو له سروې څخه څرگندیږي چې هېلري د سپین پوستو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې. د نژادي مسلې په سر له هېلري او د هغې له مېړه بل کلنټن سره د یوې اونۍ د تاوده بحث نه وروسته، اوباما د جنوبي کارولائنا په پلازمینه کې د ریستورانونو له مالکانو سره ولیدل.

او هېلري هم د یوه ریستوران په کونج کې ناسته وه. بل کلنټن بیا په یوه بل ریستوران کې ډوډۍ وخوړله. پخواني سناتور جان ایډوارډز چې په جنوي کارولاینا کې ېې څلور کاله مخکې انتخابات گټلي وو، په انتخابى مبارزه کې و ویل چې خلک د سیاستمدارانو له خپل مینځي جگړو څخه تنگ شوي دي. که څه هم ده درېیم ځای تر لاسه کړی خو دی وايي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

جان اېډورډز ووېل: ‎ستاسو غږ به امریکا واوري. هغه به په انتخابى مبارزه کې واورېدل شي. مونږ به ستاسو په استازېتوب وغږیږو او مبارزه به وکړو.‏

سناتور براک اوباما خپلو ملاتړو ته و ویل چې اوسني سیاستمداران به د بدلون د مخنیوي لپاره د ده د کمپاین خلاف مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG