د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د انتخاباتو کمسیون پخوانی صدراعظم د راتلونکې مارچ د انتخاباتو نه منع کړ


د روسیې د انتخاباتو کمسیون پخوانی صدر اعظم او د روسیې د حکومت انتقاد کونکی میخاییل کازیانوف د راتلونکې مارچ د انتخاباتو نه منع کړ.

د کمسیون په تصمیم کې چې نن اعلان شو ویل شوي دي چې د کازیانوف د نومول کیدلو په پاڼو کې په لس گونه زره ناچل لاس لیکونه راغونډ شوي دي.

خپلواک کاندیدان د جمهوري ریاست د څوکۍ د گټلو لپاره د ثبت په وخت کې د ملک د ټولو برخو نه دوه ملیونه لاس لیکونه راغونډ کړي. د کازیانوف ویاند وايي چې راتلونکي انتخابات به جعلي وي.

هغې وویل چې کرملن د رقابت نه په ویره کې دی او متفاوت نظر نه شي زغملی. کازیانوف د ولادمیر پوتین د جمهوري ریاست په لمړي دور کې صدراعظم ؤ.

دی وروسته له خپلې عهدې نه وویستل شو او د حکومت د سختو انتقاد کونکو په کتار کې ودرید. د روسیې اساسي قانون ښاغلی پوتین د دریمې دورې جمهوري ریاست ته نه پریږدي.

ده د صدراعظم لمړی مرستیال دمتري مدودیو د خپل ځان نیونکي په صفت تجویز کړی دی.

XS
SM
MD
LG