د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د گمرک یو قرار دادي د رشوت اخیستلو په تور اعدام کړی دی


اېران د گمرک یو قراردادي د رشوت اخیستلو په تور اعدام کړی دی، او دا په هغه هیواد کی د مالی جنایت له امله یوه نادره سزا ده.

د اېران د عدلیې د وزارت یوه نطاق نن وویل دغه قرار دادي د رشوت اخیستلو او مالی سیسټم د اخلالولو په گناه اعدام سو.

هغه د اعدام سوي سړی نوم وا نه خیست او نه یې د هغه د جنایت په باب تفصیلات ورکړل. دغه نطاق وویل د گمرک درې نتور مامورین دغه ته د ورته جنایتونو له امله د اعدام د سزا انتظار باسی مگر د عدلیې د وزارت مقامات د هغوی پر درخواست باندی غور کوی چی سزا یې له اعدام څخه عمری بند ته را کمه کړی.

XS
SM
MD
LG