د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان 'د یوه ناکامه دولت د خطر سره' مخامخ دی


امریکایي کار پوهانو خبر داری ورکړی چی که د افغانستان د امنیت او بیا آبادۍ د پاره عاجل اقدامات ونه شی، هغه هیواد د یوه ناکامه دولت د خطر سره مخامخ دی.

په یوه رپوټ کی چی پرون د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی، پخواني سفیر ‏(‎ ټامس پیکرینگ‏)‎ او د سمندري قواو متقاعد جنرال ‏(‎ جېمز جونز‏)‎ ویلي دي چی افغانستان د ناتو زیاتو قواو او پیسو ته حتمي ضرورت لری چی د طالبانو د بغاوت مخه ونیسی.

رپوټ خبر داری ورکوی چی په افغانستان کی د بیا ودانولو کوششونه او په ملکي چارو کی اصلاحات را وستل د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو د جدي گواښونو سره مخامخ دي او همدا راز د هغه ملک سره بین المللي ملاتړ مخ په کمزوري روان دی او خپله د افغانانو باور هم کم شوی دی.

ددې رپوټ ترتیبونکو د ناتو نه غوښتي دي چی په هغه هیواد کی خپلي قواوي زیاتي کړی او امریکا ته یې ویلي دي چی خپل یو خاص آستازی ورته وټاکی.

دا یو د هغو درو رپوټونو نه دی چی نن د پنجشبې په ورځ به دلته په واشنگټن کی د امریکا په کانگرس کی په یوه مطبوعاتي غونډه کی د افغانستان په باب خپاره شی .

XS
SM
MD
LG