د لاس رسي وړ اتصالات

چین - د حمل و نقل د وسایلو او د برېښنا د کمبود ستونځی


چین د حمل و نقل د وسایطو په پروگرامونو کی د ځنډ اود برېښنا د کمبود سره په مجادله لگیا دی ځکه چی په هغه هیواد کی په دې څو لسیزو کی دونه سخت ژمی نه وو و راغلی او د هیواد ځینی مرکزی او جنوبی برخی یې واوری پوښلي دی.

د چین د هوا د حالاتو د پېش بینی اداره وایی انتظارکېږی چی دغه سخت ژمی او واوره به لږترلږه درې ورځی نور دوام وکړی.

په سل هاو زره کسان، چی ډېر یې د چین د ملی رخصتیو په مناسبت کورونو ته روان وه، د اورگاډو په سټېشنونو واو هوایی ډگرونو کی بند پاته دی.

صدراعظم وین ژیباو نن د گوانگژو د اورگډی سټېشن ته، چی ډېر خلک بند پکښی پاته دي، ولاړ.

ده خلکو ته په وینا کی وویل حکومت خپل ټول کوښښ کوی چی د اورگاډو د کرښو د پاره برېښنا تهیه کړي او خلک خپلو کورینو ته پر وخت ورسېږی او رخصتی له خپلو خپلوانو سره تېری کړی.

مقامات وایی د غیر عادی یخنی، واوري او یخی داورېدلو له امله تقریبا پنځوس تنه مړه شوي دی.

XS
SM
MD
LG