د لاس رسي وړ اتصالات

اکسفام د نړۍ هېوادونه دېته هڅوي چې په افغانستان کې خپله کړنلاره بدله کړي


د مرستو ېوې نړېوالې موسسې اکسفام په افغانستان کې د پراخه اومهمو بدلونو د راوستلو لپاره غږ کړېدى. دغې موسسى په لوېدېزو هېوادونو باندى غږ کړېدى چې په افغانستان د خلکو د ستونزو او کړاوونو په کمښت کې مرسته وکړى.

اکسفام خبردارى ورکوى چې ډېره نېستى او فقر عام افغانان د ېاغېانواو مخدره موادو د قاچاقبرانو غېږې ته ور ټېل وهى.

اکسفام د برتانېې صدر اعظم گورډن براون او د نړۍ نورو مشرانو ته په ېوه لېک کې وېلى دى چې په افغانستان کې ټولنېز اواقتصادى پر مختگ ډېر سوکه روان دى ځکه چې زېاتېدونکى بدامنى ورته تاوان رسولى دى.

په افغانستان کې د اکسفام د پالېسئ سلا کار، میټ والډمن، وايي امنېت ډېر خراب سوېدى - په خاصه توگه په تېرو اتلسو مېاشتو کې د افغانستان په جنوب کې.

اکسفام وايي نړېوالى ټولنى چې له افغانستان سره کوې وعدې د لسو ملېارډو ډالرو بسپنى د ورکولو په هکله کړې وې، په هغو باندى تر زېاتى اندازې پورې عمل نډى شوى.

د افغانستان په هغه کنفرانس کې چې نړېوالى ټولنى او افغانستان ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د اختلافاتو او شخړو داوارولو لپاره امنېت منځته راځى، اقتصادى به انکشاف کوى، ښه حکومت او دقانون حاکمېت به منځته راځى او د بشرى حقوقو رعاېت او پالنه به کېږى.

هغه هم تراوسه پورې ندى عملى شوي. والډمن په افغانستان کې دېره دى او وايي په هغو پېسو باندى چې له افغانستان سره ېې وعده شوېده ډېر کارونه کېدلى شى.

والډ من وايي: "د مرستو اندازه اومقدار مهم ندى هغه څه چې ښاېې ډېر اهمېت ولرى هغه داده چې دمرستو پېسى څنگه ولگول شى. دېو اټکل له مخې تقرېبا په سلو کې څلوېښت د مرستو پېسى بېرته بسپنه ورکوونکېو هېوادونو ته د قراردادېانو، سلاکارانو د غټو تنخا گانو په بڼه بېرته ورځى. پکارده چې موږ دافغانستان خلکو ته ډېره مرسته ور ورسوو.

د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو ترمنځ همکارى او نظم منځته راسى. ډېرې مرستى له ېو بل سره منظمى او هماهنگې ندى، او څرگند نتاېج ېې موږ وېنو. ډېرې زېاتى مرستى ضاېع شوېدى او د افغانستان د خلکو لپاره ېې واقعى نتاېج منځته ندى راوستى. "

د اکسفام په لېک کې وېل شوېدى چې په افغانستان کې انکشاف ددې لپاره ضرورى دى چې په کلېوالو سېموکې چې د افغانان اکثرېت پکى اوسېږى له فقر او نېستى نه خلاص شى. والډ من وايي دکرنى او اوبو لگولو برخى ته ډېره لږه مرسته ورکړل شوېده.

خو دا ددغه هېواد د د اپېن د مخ په انکشاف تجارت د مخنېوى لپاره ضرورى کار دى. د مخدره موادو دتجارت د مخنېو ى سره به هغه جراېم او جناېتونه هم کم شى چې له دغه تجارت سره په افغانستان او سېمه کې تړاو لرى.

والډ من په دې برخه کې د حل دلاروپه باب داسى وايي: "په افغانستان کې د کوکنارو دکرلو د مخنېوى لپاره د حل کومه چټکه لاره او چاره نشته. زه به دا وواېم چې د وا پاشى ناسم کار دى.

دغه کار به دهقانان کرکجن او قهرجن کړى او له طالبانو سره به ېې همکارى ته اړ کړى او دا به ستره اشتباه وى. د همدغو خلکو اکثرېت ډېر نېستمن او فقېر دى او کوشش کوى چې خپلو اولادونو ته نفقه پېدا کړى."

په همدې ډول هغه پېشنهادونه چې وايي د کوکنارو کرنه او د اپېن تولېد ته اجازه ورکړل سى هغه هم په دې چا پېرېال کې عملى ندى، ځکه چې حکومت په هغو سېمو کې چې کوکنار کرل کېږى ډېر واک او اختېار نلرى چې هرڅه وڅارى.

زه د حل دا لاره وړاندى کوم چې دکلېوالى سېمود انکشاف لپاره ېو پراخه پلان جوړشى او د کرنى چارو وته په کافى اندازه مرسته ورکړل شى چې هغوى دېته اړنسى چې کوکنار وکرى."

د اکسفام د خبردارى نه وروسته د افغانستان د مطالعاتو موسسى او د اټلانېټېک شورى په نامه موسسى له خوانه هم ورته خبردارى خپاره سول.

دوى وايي چې که دافغانستان د امنېت د ښه کولو او سوکه بېارغونى د انکشاف او پرمختگ لپاره چټک گامونه پورته نشى نو کېدلى شى چې دافغانستان حکومت ناکام شى.

XS
SM
MD
LG