د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د هوا د حالاتو اټکل کونکو اټکل کړی چې په دې هیواد کې د نورو واورو د کیدلو امکانات شته دي


د هوا د حالاتو د اټکل ملي مرکز چې د بېجنگ په ښار کې دی وویل چې نن شنبه کیدلای شي د چین په جنوبي برخو کې نسباً مناسبه یا ډیرې زیاتې واورې ووریږي. تر اوسه پورې د شپېتو کسانو د مړینې رپوټ ورکړ شوی دی چې د سختې یخنۍ او واورې له درکه مړه شوي دي. په ملیونو کسان په ریل گاډو او هوايي میدانو کې بند پاتې دي.

څو ملیونه نور خلک د خپلو کورونونه ایستل شوي دي. د جمعې په ورځ دولتي مطبوعاتو خبر ورکړ چې د حمل او نقل وسایل بیرته په کار پیل کړی دی خو په ملیونو کسان د ډیرې سختې یخنۍ له لاسه اوس هم بند پاتې دي. دا ډول د واورو اوریدل بیخي بېساری بلل کیږي. د راډیو ستیشنونه د چنژوا په ښار کې چې څلور ملیونه خلک په کې اوسیږي غلي شوي دي او د برښنا جریان د یوې هفتې راهېسي پرې شوی دی.

د واورو اوریدل د برښنا جریان پرې کوي، د ډبرو د سکرو لیږدول له ستونزو سره مخامخ کوي او د خوراکي شیانو بیې لوړوي. چین اعلان کړی دی چې تر اوسه د غه هیواد ته د سختې یخنۍ له درکه اوه نیم ملیارده ډالر تاوان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG