د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني په ځان مرگه حمله کی دوه تنه وژل شوي


د افغانستان په ختیځ کی د یوه ځان مرگه د بم په چاودنه کی یو افغان عسکر او یو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور زخمیان شوي دي . د ځانمرگه د موټربم دا چاودنه نن د جمعې په ورځ د افغان پوځ د موټرو یوه کتار ته هغه وخت وشوه چی دا کتار د غزنی د ولایت نه تیریده . تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا چاودنه چا کړې ده . مگر د ځان مرگو چاودني چی د یاغی طالبانو له خوا کیږی په دې وروستیو وختو کی زیاتي شوي دي .

په افغانستان کی د ناتو د بین المللی امنیت مرستندویو قواو د پنجشنبې په ورځ وویل چی د ځان مرگه موټر بم یوه چاودنه د خوست په ولایت کی ددوی د موټرو یوه کتار ته نژدې وشوه چی درې عسکر یې زخمیان کړل .

XS
SM
MD
LG