د لاس رسي وړ اتصالات

په چارسده کې ېو ځان مرگى لږ تر لږه ٢٥ کسان ېې وژلى دى


د پاکستان چارواکى واېې چې ېوه ځان وژونکى د شنبى په ورځ د مخالف سېاسى گوند په ېوه غونډه باندى په صوبه سرحد کې حمله وکړه.

لږ تر لږه ٢٥ کسان ېې وژلى او ٣٥ نور ېې زخمى کړېدى. رپوټ وايى چې بم د عوامى ملى گوند په ېوه غونډه کې چې دصوبه سرحد اېالت په چارسده نومى ښار کې جوړه شوې وه، وچول شو. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه امنېتى کسان هم وژل شوېدى.

دا ځان مرگى برېد په داسى وخت کې کېږى چې د مرگ ژوبلې وېره نوره هم زېاتېږى ځکه چې د پاکستان پارلېمانى انتخابات د فبرورى په اتلسمه نېټه اعلان شوېدى.

همدارنگه د شنبى په ورځ اصف على زردارى د پاکستان د پخوانى صدر اعظمى بېنظېر بهټو خاوند په جنوبى سنده کې ېوه غونډه کړې وه او تقرېبا سل زره کسان پکى راغونډ شوى وو. دغه سېمه د بهټو پلرنى ځاى دى.

رپوټ وايي د بېنظېر بهټو دوژل کېدونه وروسته دا د پېپلز گوند اوله مهمه غونډه ده. بېنظېر بهټو د تېرکال د ډېسېمبر په ٢٧مه نېټه دانتخابى مبارزې په ېوه غونډه کې ووژل شوه.

ښاغلى زردارى راټولو شوو خلکو ته ووېل چې دوى د پاکستان د خوندى ساتلو ذمه وارى لرى.

هغه لوړه وکړه چې د ى به د دېموکراسى لپاره مبارزه وکړى او په انتخاباتو کىبه گډونو وکړى. که څه هم مخالف سېاسى گوندونه دا تو ر لگوى چې حکومت به په انتخاباتو کى ټگى برگى وکړى.

همدارنگه د شنبى په ورځ پولېسو په اسلام اباد کې هغه مظاهره داوښکوبهوونکېو گازو او داوبود بمبو په استعمالولو سره خوره وره کړه چې په سوونو قانونپوهان پکى راټول شوى وو.

هغوى په دې اعتراض کاوه چې د پاکستان د سترې محکمى پخوانى قاضى فتخار محمد چوهدرى ولې په خپل کور کې نظر بند شوېدى.

ښاغلى چوهدرى د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د تېر کال دنومبر په مېاشت کې هغه وخت له خپلې وظېفى نه بر طرف که چى په پاکستان کې ېې اظطرارى حآلت نافذ کړ.

XS
SM
MD
LG