د لاس رسي وړ اتصالات

د لادرکه شوي پاکستاني سفیر سرنوشت


جمهور رئیس حامد کرزي نن سه شنبې د لادرکه شوي پاکستاني سفیر طارق عزیزالدین د سرنوشت په اړه د توجه درلودو بیان ورکړی دی.

چارواکي وایې عزیز الدین د خپل دریور او ساتونکي سره یواځی هغه وخت تري تم شوو چې د دوشنبې په ورځ یې په قبائیلي سیمه کې سفر کوو.

دا ویره موجوده ده چې کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان پولی ته څیرمه د فعالو مجرمینو یا هم د اسلامي ملیشو لخوا تښتول شوی وي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند وایې عزیز الدین د پیښور څخه کابل ته د موټر په وسیله روان و چې ورک شو.

د سه شنبې په ورځ حامد کرزي وویل هیله لري چې گاونډی ورور هیواد یې عزیزالدین د یرغملگرو او ترهگرو څخه را خلاص کړي او کابل کې خپل کار ته دوام ورکړي.

پاکستان د پارلماني انتخاباتو په درشل کې دی او د عزیزالدین تښتونې په څرگنده په هغه هیواد کې د امنیت په اړه اندیښنه زیاته کړی ده.

XS
SM
MD
LG