د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا چارواکېو په هغو قوانېنو کې اسانتېاوى راوستى دى چې د خلکو د سابقى په څېړلو کې موجود دى


د امرېکا چارواکېو په هغو قوانېنو کې اسانتېاوى راوستى دى چې د خلکو د سابقى په څېړلو کې موجو د دى.

په دې اساس ېو شمېر مهاجران هېله من دى چې ددغو اسانتېاو په سبب به په امرېکا د داېمى استوگنى اسناد ترلاسه کړى.

توقع ده چې دا بدلون له دې سره مرسته وکړى چې هغو کسانو چې دداېمى استوگنى لپاره درخواستونه ورکړېدى او کارونه ېې تر زېاتى اندازې پورې له خپل وخت نه ډېر ځنډېدلى دى، اوس په هغو باندى غور وشى او خلک وکولى شى چې په امرېکا دداېمى استوگنى اسناد واخېستلى شى.

دغه سند په عام ډول د گرېن کارډ ېا شنه کارډ په نامه باندى ېادېږى. دنوې پالېسى له مخى هغه کسان چې له شپږ و مېاشتو نه ېې زېات انتظار اېستلى دى هغوى به دا ېف بې اى (FBI) په واسطه دنوم د څېړلو او تثبېت لپاره، البته که مستحق وى، نو منظورسى.

که چېرى وروسته له هغه نه چې دهغوى دنوم د تثبېت او څېړنى بهېر ناکام سى نو، ورکړل شوى وېزه به بېرته فسخ سى. د نومونو د تثبېت بهېر په تخنېکى اوماشېنى ډول کېږى او درى مېاشتى وخت ورته پکاردى.

رپوټ وايي چې په لسهاو زره کسان د څوکلونو راهېسى د خپل نوم تثبېت ته انِتظآر باسى چې د فېډرالى دولت د پولېسو اداره ېا اېف بې آى د هغوى رېکارډونه چې دهېواد په مختلفو برخو کې دى ولټوى او تثبېت ېې کړى.

مفتشان به دنوم د تثبېت تر څنگ د ټولو درخواست ورکوونکېو دگوتو نښانونه هم وگورى چې د هغوى جنايي سابقه اونور سوابق ترېنه معلوم کړى.

کله چې دا بهېر په کامېابى سره ترسره شى نو هغوى به ددى مستحق وى چې داېمى وېزه واخلى.

XS
SM
MD
LG