د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما د خپل ډیموکراټ گوند سیالې، هلري کلنټن ته ماتې ورکړه


د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدیدو په انتخاباتو کې پرون بارک اوباما د خپل ډیموکراټ گوند سیالې، هلري کلنټن ته په ورجینیا، مېريلنډ ایالتونو او په واشنگټن ډي سي کې هم ماتې ورکړه.

په جمهوري غوښتونکي گوند کې بیا جان مکېن خپل سیال، مایک هکبي، ته ماتې ورکړه.

بارک اوباما له مخه لا ویسکونسین ایالت ته تللی و، چېر ته چې به راتلونکي انتخابات تر سره کیږي؛ او خلک د دریو ایالتونو د بري او د هغه د بدلون شعار ته راټول شوي و.

‎اوباما: "که څه هم مونږ په واشنگټن کې بریالي شول، خو دا بری به تر هغو ادامه وکړي چې مونږ په واشنگټتن کې بدلون و وینو، او مونږ په هغه لور روان یو."‏‎

په واشنگټن ډي سي کې زیات رایې اچونکي افریقاي النسله امریکایان دي او دلته اوباما بل تر هرځای زیات ملاتړي لري. او په اسانۍ سره یې بری تر لاسه کړ.

هلري کلنټن بیا د واشنگټن په ساړه یخ کې په الوتکه کې کښېنسته او دوه راتلونکي لوی ایالتونه یې په نظر کې و. او بیا یې هلته خپلو ملاتړو ته و ویل.

‏ کلنټن: "مونږ به په راتلونکو دریو اونیو کې په ټول ټیکساس کې ستر بری ترلاسه کړو."‏

د ویرجینیا په دغه انتخاباتي مرکز کې رایې اچونکي سره راټول شوي و. له هغو رایې اچونکو سره چې د اشنا ټلویزیون همکار خبرې وکړې، هغو وویل دوی بارک اوباما ته رایې ورکړې.

سناتور جان مکېن بیا په ویرجینیا کې، چېري چې یې انتخابات وگټل، ملاتړو ته خبري وکړې. هغه د خپل سیال هکبي په مقابل کې تر نیمايي د زیاتو استازو مالاتړ ترلاسه کړی.

خو مایک هکبي اوس هم نه غواړي له انتخاباتو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG