د لاس رسي وړ اتصالات

پاډى اشډون: په افغانستان کې درى څېزونو ته سخته پاملرنه پکار ده


د برتانېې د فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼى د افغانستان د خوندى کولو د ستراتېژى تر عنوان لاندى، د برتانېې د ېو مشهور دېپلومات، پاډى آشډون، نظرېات خپاره کړېدى.

پاډى اشډون: په افغانستان کې درى څېزونو ته سخته پاملرنه پکارده:

١- دامنېت راوستل. ٢- دحکومت ښه کول او موثرکول. ٣- د قانون د حاکمېت لپاره جدى کار کول.

د بر تانېې ېو معتبر دېپومات پاډى آشډاون وايي که چېرې ناټو په افغانستان کې خپله ستراتېژى بدله نکړى، نو ماتى خوړل به واقعا امکان ولرى.

په هغه مقاله کې چی د برتانېې په فېنانشېل ټاېمز ورځپانه کې خپره شوېده، آشډون وايي چې د طالبانو پورې تړلې تشدد او مرگ ژوبله کى زېاتوالى راغلى دى او د ناټو په هېوادونو کې ددغه مامورېت لپاره د عامو خلکو ملاتړ مخ په کمېدو دى.

د فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د لرغونى زمانى د نظامى سترانېژۍ ېوه ماهر، سن تزو، لېکلى وو چې: هغه ستراتېژى چې تاکتېکونه ورسره ملگرى نه د کامېابى په لورى ډېر سوکه حرکت دى. او له ستراتېژى نه پرته تاکتېکونه له شکست نه مخکى شور او ځوږ ته ورته دى.

دغه دېپلومات، پاډى آشډون، لېکى چې د افغانستان جگړه اوم کال ته ور داخلېږى، خو تر اوسه هم لا ېوه نړېواله ستراتېژى چې ټولو خوا وې پرې موافقه ولرى، نشته.

په ناټو کې بى نظمى ده او د امنېت نشتوالى په افغانستان کې مخ په زېاتېدو دى. په داسى حالت کې نو شکست ېو واقعى احتمال وى. فاېننشېل ټاېمز لېکى چې په افغانستان کې د شکست نتاېج به د افغانستان لپاره پخپله او د انډېوالو هېوادونو لپاره ډېر خطرناک وي: دغه خطرونه په تفصېل سره ښودل شوېدى:

١- نړېواله ترهگرى به بېرته خپل پخوانى خوندى ځاى تر لاسه کړى او پردى سر بېره به ېې د سېب ېو نوى ځاى هم د پاکستان په سرحد کې چې سخت کمزورى شوېدى، د ځان لپاره برابر کړى وى.

٢- زموږ دکورنى امنېت لپاره به خطر ډېر زېات شى.

٣- په امنېتى لحاظ به دنړۍ د بې ثباته سېمى امن او ثبات کې به نوې بې ثباتى منځته راشى او امن به نور هم پسى کمزورى شى.

د برتانېې خارجه وزېر، ډېوېډ ملبن رېښتېا، وېلى دى چې ددغو خرابو نتاېجو په مقابل ېک له افغانستان نه وتل مناسب اوغوره کارندى. خو په همدى ډول د جگړى دوام هم لازم ندى.

اوس مهمه پوښتنه داده چې په داسى حالت کې نو څه وشى. دغه دېپلومات وايي حتى که دغه ټول پورتنى کارونه موږ وکړ نوسره له دى به هم ډېره گرانه وى چې دروانو حالاتو د بهېر مخ بلى خواته واړوو ځکه اوس په ډېر قوى ډول زموږ خلاف روان دى.

ځکه هغه مهم شى چې موږ ېې نلرو هغه داسى ستراتېژى ده چې د دافغانستان د حکومت په شمول ټول نړېوال نظآمى ماهران پرې موافقه ولرى.

موږ په دې پوهېږى چې هدف د جمهور رئېس حامد کرزى تقوېه کول دى چى حکومتى چارى سنبال کړى او هغه کار چى موږ ېې اوس کوو هغه په خپله وکړى.

په دغو کارونو کې د خپل هېواد لپاره جگړه هم شامله ده. خو دغه مقصد تراوسه پورې په ېو پلان ندى بدل شوى او نه موږ په ېو شخص باندى سره موافقه کړېده چې د خورې ورې نړېوالى هلى ځلى رهبرى او رهنماېى کړى او هغه داسى صلاحېت ولرى چې نړېوال مشران په گډه باندى سره ېوځاى کړى او ددى لپاره موږ بېرته په گټلو پېل وکړو، د افغانستان حکومت ته داسى ملاتړ برابر کړو چې ضرورت ورته لرى.

پاډى آشډون وايي دى په خپله د داسى پلان طرفدارى دى چې په دغو درو ټکو باندى تمر کزوکړى.

اول پکار ده چې نړېواله ټولنه په ضرورتونو باندى تمرکز وکړى او خپلى منابع زېاتې کړى. دومره ډېرې پروژى ونلرى چې ېوه ېې هم سرته ونه رسېږي.

په دې لړ کې اول امنېت راځى، ناټو خپل امنېتى حالت ښه کړى او د معتدلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړى او عام افغانان په دې قانع کړى چې ددوى حکومت ښه امنېت برابرولى شى، د ېاغې طالبانو له حکومت نه ښه اوغوره خدمت کولى شى.

زما مطلب دلته ېوازې نظامى امنېت ندى. بلکه د انسانانو لپاره د امنېت او خدماتو برابرول دى او داډ ېر اهمېت لرى. په دې برخه کې د برېښنا برابرول، د قانون حاکمېت، موثر او فعال حکومت، خلکو ته د وظاېفو برابرول او د اقتصاد پر مختگ او انکشاف شامل دى.

بل مهم شى دا دى چې د نظامى او ملکى برخى ترمنځ ډېره نېژدى همکارى وشى. دا به ډېره موثره نه وى چې ېوعسکر له طالبانو نه جگړه وگټى خو په ملکى برخه کې د بېارغونى کارونه ډېر وځنډېږى او د خلکو په ژوند کې انکشاف رانشى.

دوېم مهم کار د حکومت ښه کول. که موږ دغه مېکانېزم تقوېه نکړو، نو موږ له هغوى نه توقع نشو کولى چې ډېر کار وکړى. دوى هغه کارونه نشى کولى چې د افغانستان خلک ېې ترېنه د کولو توقع لرى.

په دغه هېواد کې ادارى فساد او بې قانونى پر مخ روانه ده. خو موږ باېد خلک په دې قانع کړو چې روان حکومت د ېاغې طالبانو له حکومت نه ښه اوغوره خدمت کولى شى. موږ کولى شو چې د مرستو په اېنده پروگرامونو کې دا اولنى مهم کار وگڼو.

د پلان درېمه برخه چې مخکېنى دواړه سره نښلوى د قانون د حاکمېت لپاره جدى کار کول دى. په دې برخه کې د قضائېه قوې، پولېسو او امنېتى ادارو ېادونه کېدلى شى. معمولا په هغو هېوادونو کې چې د اوږده جنگ له حالاتو نه راووزى ادارى فساد ېوه غټه ستونزه وى.

په افغانستان کې د مخدره موادو تجارت، ادارى فساد څو چنده کړى دى. ترهغه وخت پورې چې د قانون د حاکمېت لپاره کار ونشى او قانون عملى نشى، د افغانستان دېموکراسى خوندى نشى پاتى کېدلى، د ډاډ وړ او باورى حکومت منځته نشى راتللى، اقتصادى پر مختگ او کامېابى منځته نشى راتللى، او دعام انسان لپاره امنېت هم منځته نشى راتللى.

XS
SM
MD
LG