د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په صوبه سرحد کې په ځانمرگی برید کې ٣٧  تنه وژل شویدی


دپاکستان په نا ارامه صوبه سرحد کې دانتخاباتی مبارزی دغونډې نه وروسته یو ځانمرگی برید وشوچې چې لږترلږه ٣٧ تنه پکې ووژل شول او څه دپاسه ‏(‎٩٠ ‏)‎ تنه پکې زخمیان شول . دپاکستان دکورنیو چارووزیر حامد نواز خان وائې، یوځانمرگی خپل موټر په پړه چنارکې دیوکاندید ددفترسره خپل موټر چې دچاودیدونکو موادونه ډک و وجنگاوه . دمقتولی مشرې بینظیر بهتوپیپلیز پارټی دطرفدارانودانتخاباتی غونډې نه وروسته دغه چاودنه نن دشنبی په ورځ وشوه .

ددوشنبی دورځی دپارلمانی انتخاباتونن وروستی ورځ ده او دا حمله دانتخاباتو پوری دمربوط تاوتریخوالی ترټولووروستی حمله ده . حکومت په ټول هیواد کې څه دپاسه اتیازره عسکر ځای په ځای کړیدی . دکورنیو چارو وزیر حامد نوازخان وائې، په ټول هیواد کې څه دپاسه ٦۴ زره انتخاباتی حوزی دی نودا ډیره مشکله ده چې ټولې دغه انتخاباتی حوزی دسرتیرو له حملو نه وژغورل شی . دبلی هفته انتخابات به دولسی جرگې او دایالتی اسمبلو سرنوشت معلوم کړی او کیدای شی چې دجمهوررئیس پرویزمشرف راتلونکی معلومه کړی . دښاغلې مشرف دجمهوری ریاست دمقام لپاره انتخابات نه کیږی مگر هغه گوندونه چې دښاغلې مشرف ملاتړکوی ،په انتخاباتوکې ماتی وخوری نوکیدای شی چې له هغه نه په پارلمان کې پوښتنی وشی . مخالف گوندونه داتورلگوی چې کیدای شی په انتخاباتو کې ټگی برگی وشی او گواښ ئې کړیدی چې که دوی گمان وکړی چې په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده نو دوی به لارو کوڅو ته راووځی .

په هیواد کې په لسگونو زره انتخاباتی حوزی دی او یواتیا میلونه کسان درایه ورکول مسِتحق دی . دامریکا یولوړ رتبه ډیموکرات سناتور پرون دجمعی په ورځ وویل، که په پاکستان کې انتخابات په عادلانه توگه ترسره نشی نوواشنگټن باید په دغه هیواد باندی مرستی بندی کړی . سناتورائډن ددو نورو سناتورانو سره پاکستان ته ځی چې ددوشنبی دورځی دانتخاباتو څارنه وکړی .

له بل پلوه پولیسان وائې، افراطیانو باجوړول په قبائلی سیمه کې یوه انتخاباتی حوزه په بم الوزولی ده . دتلفاتو په باره کې رپوټ ندی ورکړل شوی . په جنوبی ښار حیدراباد کې پولیسانو وویل، دوی لږترلږه یو مشکوک افراطی نیولی او په انتخاباتی حوزه باندی ئې حمله ناکامه کړیده ، چاودیدونکی مواد او دسرتیری یوواسکټ ئې نیولی دی . اودکوټی په ښارکې پولیسان وائې،دوی دهغې انتخاباتی مبارزی په جلوس باندی اوښکی بهونکی گاز استعمال کړچې دهغه مخالف گوند غړو را ایستلی وچې غواړی چې انتخاباتو کې گډون ونکړی .

XS
SM
MD
LG