د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کی دیرش یاغي طالبان وژل شوي دي


د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی عسکرو یې په دې هفته کی په نظامی عملیاتو کی چی د الوتکو ملاتړ ورسره و، لږترلږه دیرش یاغي طالبان وژلي دي.

چارواکو نن وویل چی دا عملیات یې د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی چي طالبان په کی ډیر فعال دي، وکړل.

د دفاع وزارت وایی چی په دې عملیاتو کی یې کوم عسکر نه دی وژل شوی.

دا نه ده معلومه چی په دې عملیاتو کی ائتلافي قواوی هم شاملي وې که نه.

د یوه بل خبر په اساس د برتانیې ددفاع وزارت ویلي دي چی نن د پنجشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د برتانیې یوې گزمې ته بم وچول سو، یو عسکر یې وواژه او یو بل یې زخمي کړ.

XS
SM
MD
LG