د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدر اعظم لندن ته د طبی معاینو لپاره روان دی


د عراق دحکومت نطاق وائې، صدر اعظم نوری المالکی نن د یکشنبی په ورځ لندن ته دطبی معاینو لپاره ځی.

دا په دوه میاشتو کی دوهم ځل دی چې د طبی معاینو لپاره لندن ته ځی. د صدر اعظم یو د سلاکارانونه وائې، د ښاغلې مالکی روغتیائې حالت ښه دی او بریتانی ته د دی لپاره ځی چې خپلی طبی معاینی بشپړ کړی او د هغو ډاکټرانو سره وگوری چې د ډیسمبر په میاشت کې معاینه کړی وو.

ښاغلی مالکی چې اوه هفتی پخوائې طبی معاینی شوی وی، خبریالانو ته وویل، د هغه روغتیائې حالت ښه دی. مخکی د حکومت نطاق ویلی و چې ښاغلې مالکی له ستړیانه شکایت لاره.

له بل پلوه، یو امریکائې جنرال چې د بغداد د امنیت چاری ورپه غاړه دی وویل، د تیرکال د نیمائې نه راپدی خوا د عراق په پائتخت کې تاوتریخوالی پوره کم شویدی.

XS
SM
MD
LG