د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کی پنځه ویشت یاغی طالبان وژل شوی دی


افغان چارواکي وایې د چهارشنبې په ورځ پنځه ویشت طالب وسله وال هغه وخت ووژل شول چې د هلمند په ولایت کې یې د کوکنارو د نابودلو په حکومتي ځواک باندې برید وکړ.

د هلمند د امنیې قوماندان محمد حسین انډیوال وویل چې څلور نور وسله وال طالبان نن پنج شنبې سهار د هغه بم د چاودنې په وجه ووژل شول چې د سرک پر غاړه یې خښاوه.

د یو بل خبر په اساس، د امریکا د استخباراتو مشر د چهارشنبې په ورځ وویل د جمهوري رئیس حامد کرزي په مشری د افغانستان حکومت دهیواد په یوازي دیرش فیصده زمکه حاکمیت لري.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر، مایکل مکانل په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمیټې ته وویل طالبان په لس یولس فیصده خاوره حاکمه دي، د حامد کرزي حکومت د دیرش یا یو دیرش فیصده کنترول لري او په پاتي اکثریت برخه هیواد او خلکو باندي ځایي قومونه واکمن دي.

په غونډه کې د دفاع د استخباراتو مشر جنرال مایکل میپلز وویل د پاکستان اردو په قبایلي سیمو کې د طالبانو او القاعده سره د جگړې سمه روزنه نه لري.

XS
SM
MD
LG