د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې د بم په یوه چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي


. پولیس وايي چې نن د یوې کورنۍ څو تنه غړي چې د خوست ولایت د علیشیر په ولسوالۍ کې په یوه تراکتور کې سپاره وو، د سړک د غاړي په بم باندې ور برابر شول. په دې مړو کې یوه ښځه شامله هم ده او په دې چاودنه کې پنځه تنه نور زخمیان شول.

تیره اونۍ د خوست په ولایت کې دې ته په ورته پېښه کې څه نا څه اوه کسان وژل شوي وو. د افغانستان په ختیځ او جنوب کې چې د پاکستان سره گډه پوله لري د سړک د غاړي د بمونو د چاودنو پړه تل په یاغي طالبانوباندې اچول کیږي.

XS
SM
MD
LG