د لاس رسي وړ اتصالات

دبریتانی شهزاده هاری بریتانی ته رسیدلی دی


دبریتانی شهزاده هاری په افغانستان کې دیو عادی عسکر په حیث دلسو هفتو وظیفی له اجرآله کولو نه وروسته نن دشنبی په ورځ بریتانی ته ورسید. دهغه دوظیفی موده لدی کبله لنډه کړی شوه چې خارجی مطبوعاتو دهغه دوظیفی په باره کې رپوټونه خپاره کړل .

شهزاده هاری دشاهی هوائې قواو په اډه کې چې اکسفورد ته نژدی پرته ده له الوتکونه راښکته شو او په میدان کې دهغه پلار چارلزاو مشرورور ویلیم هرکلی ووایه . ٢٣ کلن هاری دملکی ایلزابت لمسی او دهغو کسانو په شمیر کې دریم کس دی چې دبریتانی دتاج مدعیان دی .هغه له افغانستان نه پرون دجمعی په ورځ دخپلی وظیفی سرته درسیدلونه دمخه روان شوی و. دهغې فیصلی نه وروسته هغه له افغانستان نه وویستل شوچې هغه او دهغه قطعه به دافراطیانو هدف ونه گرځی .

دجنوری په میاشت کې داسترالیا یوی ورځپاڼۍ دهغه په باره کې رپوټ ورکړی وچې په افغانستان کې وظیفه اجرآ کوی . دغه رپوټ پدی هفته کې دډرج رپوټ په نامه دامریکا په یو ویب سائټ کې ورکړشو او دنړۍ مطبوعاتو دغه رپوټ بیا خپور کړ.

XS
SM
MD
LG