په سل گونو کسانو نن د افغانستان د مزارشریف په ښار کې د روضې په خوا کې د دنمارک د ورځپاڼو او د هالند د یو سیاستمدار په ضد اعتراضونه وکړل.
مظاهره کونکو چې اکثریت یې د ښونځي زده کونکي وو په مزار شریف کې د روضې په خوا کې راټول شول او د افغانستان د حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې خپلې قواوې له افغانستان نه وباسي او خپلې ډپلوماتیکې اړیکې د دنمارک او هالند سره وشلوي.
د حکومتي مامورینو په قول ددې مظاهره کونکو شمیره ٧٠٠ ته رسیدله. دوی وايي دغه مظاهرې سوله ایزې وې.
د دنمارک څو ورځپاڼو په دې وختو کې د اسلام د پیغمبر کارتون بیا خپور کړ. دغه کاردوه کاله مخکې په اسلامی نړۍ کې سخت اعتراضونه راپارولي وو.
همدارنگه د هالند یو سیاستمدار ځان دې ته تیاروي چې د اسلام په ضد یو فلم نندارې لپاره وړاندې کړي.
په افغانستان کې چې یو اسلامي هیواد دی د اسلام سپکاوي یو لوی جرم گڼل کیږي.