د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فوځ یو لوړ رتبه جنرال خبرو د پاره پاکستان ته تللی دی


د امریکا د فوځ یو لوړ رتبه جنرال د تروریزم په ضد روانی جگړی په باب خبرو د پاره پاکستان ته تللی دی.

د امریکا د فوځ د شریکو قواو مشر، امیر البحر مایک مولن، نن د جمهور ریس پرویز مشرف او د پاکستان د فوځ د نورو مشرانو سره وینی.

ښاغلی مولن ویلی دی چی امریکا د پاکستان سره د مرستو د پاره لیواله ده. او هغه وایی چی دی به د پاکستان د مشر نه وغواړی چی چر ته ورته مرستی پکاری دی.

ښاغلی مولن به کیدای شی چی پاکستانی مشرانو د امریکا نه د دوه ویشتو فوځی ماهرانو دلیږلو خبره هم وکړی. دا امریکایی نظامی ماهران به د پاکستان امنیتی قوی روزی.

په اسلام اباد کی د امریکا د سفارتی نطاقی د امریکا غږ اردو خپرونی ته ویلی دی چی د امریکا نه به دغه ماهران د جون او اکتوبر په میاشتو کی پاکستان ته ورسیږی.

د امریکا فوځی ماهران به د پاکستان امنیتی قواو ته د القاعده او طالبانو د مقابلی دپاره نوی نوی تاکتیکونه ښایی چی د افغانستان په پوله ورسره مبارزه وکړی.

د دی پلان له مخی به د پاکستان د سرحدی قوی فرنټیر کور ٨٥٠٠ عسکر چی زیاتره یی پښتانه دی وروزل شی.

د امریکا د سفارت په وینا د امریکا نظامی ماهران به دغه ملیشی د جنگ په ډگر کی نه روزی.

د امریکا د فوځ مشر، امیر البحر مولن، به د جمهور ریس مشرف نه علاوه د پاکستان د فوځ مشر، جنرال اشفاق کیانی او د پاکستان د شریکو قواو مشر جنرال امجد سره وینی.

XS
SM
MD
LG