د امرېکا متحده اېالات د هند نه غواړی، د اټومى همکارئ په باب چه ېې کومه موافقه د امرېکا دحکومت سره امضا کړی وه او فعلا معطله شوی ده، باېد په نوامبر کې ېې د امرېکا د جموری رېاست د انتخاباتو نه مخکی منظور کړی.
د جنوبی اسېا لپاره د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رچرد بوچر نن په نوي ډهلی کې اعلان وکړ چه وخت ډېر کم دی او د امرېکا د کانگرس له خوا ددی موافقې منظورېدل هم وخت نېسی.
هند باېد لومړی د اتومی انرژئ د نړېوالې ادارې منظوری حاصله کړی او بېا باېد د اتومی موادو د برابرولو د ډلی نه، چه پنځه څلوېښت ملکونه پکی شامل دی، هم منظوری حاصله کړی.
دا ډله په نړئ کی د ملکی مقاصدو لپاره د اتومی موادو د تجارت انتظام مسوولېت په غاړه لری.
ددی موافقې په اساس به هند وکولی شی چه د غېر نظامی استفادی لپاره د امرېکا نه اتومئ بټئ لاس ته رواړی. د هند حکومت د اتومی موادو د نه خپرېدو نړېواله موافقه نه ده لاس لېک کړی.