د لاس رسي وړ اتصالات

په ډ نمارکی  ورځپاڼو کې دکارټون دخپرولو خلاف  په افغانستان مظاهری شویدی


نن دشنبی په ورځ په افغانستان کې په رزگونو کسانو داسلام دپیغمبرد کارتون په خلا ف چې په ډنمارکی ورځپاڼوکې بیا خپور شویدی احتجاجی مظاهری وکړی . په زرگونو کسانو نن دشنبی په ورځ په هرات کې مارش وکړاو په شعارونو کې ئې هغه ډنمارکی ورځپاڼې غندلی چې اسلام ته ئې سپکاوی کړیدی. دغه کارتون یو له هغو دولسو کارتونونونه دی چې په اسلامی نړۍ کې زوروری بلواگانی راپارولی وی.

دوی لومړی په دوه زره شپږم کال کې خپاره شوی وو. یوشمیر ډنمارکی ورځپاڼو وروسته له هغې چې پولیسانو وویل، دوی هغه توطئه کشف کړه چې غوښتل ئې دغه ارټسټ ووژنی، تیره میاشت دارټسټ سره دملاتړپه ښودلوسره تیره میاشت دغه کارتون بیاخپورکړ. مسلمانان داسلام دپیغمبر عکس یا تصویر ایستل اسلام ته سپکاوی گڼی . افغان مظاهره کونکو دهالنډ دپارلمان دمحافظه کار وکیل گریت ویلدرز هغه راتلونکی فلم وغنده چې قرآن شریف ئې دیو فاشستی کتاب په حیث یادکړیدی .

XS
SM
MD
LG