د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا تجارتي بندیځونه - بېگناه ملکي خلکو ته زیان رسوي؟ 


امریکا له کلونو راهیسې د هغو بهرنیو دولتونو خلاف چې د دوی په نظر یې ناوړه کورنۍ او یا بهرنۍ تگلاره خپله کړې وي د دې مقصد لپاره اقتصادي یا تجارتي بندیځونه لگوي چې هغه تگلاره پرېږدي.

خو گوت نیونکي وايي دغه رنگه له یوه مخه بندیځونه بېگناه ملکي خلکو ته زیان رسوي خو خپل مقصد نه تر لاسه کوي.

کله چې د سپتمبر په میاشت کې د برما حکومت ډیموکراسۍ پلوه مظاهرې وځپلې نو هغه وخت د برما د حکومت خلاف د امریکا اقتصادي بندیځونه له لسو کالو راهیسې لگېدلي و.

په فبرورۍ کې امریکا داسي نوي بندیځونه ورباندي ولگول چې هغه کاروبارونه او خلک یې په نښه کړل چې د برما له پوځي واکمنو سره یې تړاو درلود.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ډاناپرینو په دې هکله وویل: "‎مونږ پوهیږو چې اقتصادي بندیځونه اغېزمن کېدای شي. هغه کاروبار سوړ کړي او حکومت نور هم یواځي کړي. او مقصد یې دا وي چې حکومت دا ومني چې د خلکو په خوښه کار وکړي‏."‎

له لسیزو راهیسې نړیوالې ټولنې د حکومتونو د ناوړه چلند د مخنیوي د بدلون لپاره له اقتصادي بندیځونو کار اخیستی. کله نا کله هغه اغېزمن بلل کیږي.

د مثال په توگه اقتصادي بندځونه هغه شی و چې د جنوبي افریقا نژاد پرسته حکومت یې په خپله تگلاره کې بدلون ته مجبور کړ. خو په ډېرو ځایونو کي بیا هیڅ گټه ور نه دي ثابت شوي. په کیوبا باندي امریکا له څلویښتو کالونو راهیسې بندیځونه لگولي خو په واک یې د فیډل کاسترو منگولې هیڅ ضعیفې نه کړي.

گوت نیونکي وايي بندیځونه عادي خلکو ته تر واکدارانو زیات تاوان رسوي. د کېټو له څېړنیز انسټیټیوټ څخه گلین کارپنټر وايي په عراق باندي د ملگرو ملتونو بندیځونو عادي عراقیان له یوه مخه له یوه ستر ناورین سره مخامخ کړل.

کارپنټر وایی: "‎بیلا بیلې احصایې ښکاره وي چې له کال ١٩٩٠ څخه نیولې تر کال ٢٠٠٣ پورې چې کله امریکا په عراق یرغل وکړ بندیځونو د عراق ماشومانو ته څومره تاوان رسولی، او د ماشومانو د مرگ په کچې کي یې څومره زیاتوالی راووست.

دغه احصایې له یو لک څخه نیولې تر پنځه لکه داسې مرگونه ښايي چې مخنیوای یې کېدای شوای. او دا ټول یو لوی شمېر بیگناه مرگونه و."‎

د امریکا د مالیې د وزارت پخوانی چارواکی او په واشنگټن کې د ختیځې اسیا د پالیسۍ د انسټیټیوټ څخه مایکل جېکبسن وايي امریکا اوس په دغسې هیوادنو باندې سمارټ یا موثره بندیځونه لگوي چې یواځې هغه خلک په نښه کوي چې د دوی په نظر ناوړه چلند کوي.

د مثال په ډول په ١٩٩٥ کې په ایران باندې امریکا له یوه پلوه تجارتي بندیځونه ولگول خو له کال ٢٠٠٥م راهیسې د امریکا مالیې وزارت یواځي خاص ایراني چارواکي او شرکتونه چې د ډلیزو وژنو د وسلو په جوړه ولو کې لاس لري په نښه کړي.

په واشنگټن کې د نړیوال اقتصاد لپاره په پیټرسن انسټیټوټ کې گېري هاوفبایر چې د بندیځونو کارپوه دی

وايي بندیځونه چې هر ډول وي د باندنۍ پالیسۍ یواځي درېیمه برخه هدفونه ترلاسه کولای شي:

هفمین: "‎ډپلوماسي د فټبال د لوبې په رنگ نه ده چې یو اړخ یې په څرگنده توگه و گټي او بل ماتې وخوري. دلته ډواړه اړخونه څه گټي او څه له لاسه ورکوي. او بندیځونه هم د ډپلوماسۍ یوه دغسې لاره ده."‎

هوفبر وايي بندیځونه د وړو هدفونو په ترلاسه کولو کې اغیزمن ثابېتېدای شي لکه د سیاسي بندیانو په خلاصولو کې، خو د حکومت د بدلون په څېر د لوی بدلون مقصد نه شي ترلاسه کولای

XS
SM
MD
LG