د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا صدر اعظم به د خپل منصب نه استعفی 'و نکړی'


په ملیزیا کی د واکمنی ډلی د ستری او تاریخی انتخاباتی نه پس هم د ملک صدر اعظم عبدالله احمدی بداوی ویلی دی چی دی به د خپل منصب نه استعفی ونکړی.

د ملیزیا د صدر اعظم نطاق ویلی دی چی ښاغلی بداوی ته د ایتلافی ډلو ملاتړ حاصل دی او هم دی به د دوشنبی په ورځ د صدر اعظم په حیث لوړه کوی.

بلخوا، د ملیزیا پخوانی صدر اعظم مهاتر محمد ویلی دی چی ښاغلی بداوی د دوی گوند متحدی ملی جبهی ته ډیر تاوان رسولی دی او د ده په نظر د انتخاباتو نتیجی ډیر لړزونکی دی.

د شنبی د ورځی په راگیرو کی د صدر اعظم بدوای گوند په پارلیمان نه کی د دریو کی دوه برخو نه هم کمی چوکئ گټلی دی.

او دا د هغه شمیر نه ډیر کمی دی چی د کال ١٩٦٩ نه پس په قانون کی د تعدیل راوړلو دپاره پکار وی. د ملیزیا د وروستیو انتخاباتو نتیجی ښایی چی د واکمن گوند کاندیدانو د ٢٢٢ کسانو په پارلیمان کی یوازی ٦٠ چوکئ گټلی.

XS
SM
MD
LG