د لاس رسي وړ اتصالات

اوبامه د دیموکرات گوند رایه په میسی سي پي کې وگټله


د ایلینوی سناتور بارک اوبامه د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند رایه په جنوبي ایالت میسی سي پي کې د خپلې سیالی هلري کلنتن څخه وگټله.

اوس به دواړه سیالان په بل ایالت پنسلوانیه کې د گوندي انتخاباتو لپاره تیاری نیسی، خو هلري کلنتن پدی هیله ده چې په پنسلوانیه کې به تر خپل رقیب بارک اوبامه مخکی شي.

تورپوستو په غوڅ اکثریت په میسی سی پی ایالت کې لکه د امریکا د جنوبي نورو ایالتونو په څیر رایه ورکړه.

هلری کلنتن تیره اونۍ په میسی سی پی کې انتخاباتی مبارزه کړی وه خو د دوشنبې په ورځ پنسلوانیه کې وه او د اپریل دوه ویشتمې سیالی لپاره یې چمتو والی نیو.

او بارک اوبامه مخکی تردی چې پنسلوانیه ته پرواز وکړي، د یو ستر بریالیتوب سره ور روان دی.

XS
SM
MD
LG