د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ېوې محکمی د آصف زرداری په خلاف، ېوه بل دوسېه هم بنده کړه


مدافع وکېلانو نن اعلان وکړ چه ېوې محکمی د پاکستان د پېپلز گوند د شرېک مشر، اصف زرداری، په خلاف لگول شوی د رشوت او اختلاس، ېوه بل دوسېه هم بنده کړه.

محکمی تېره هفته د ښالي زرداری په خلاف د رشوت او غبن او اختلاس ېوه بله دعوی هم ختمه کړه.

اوس د اصف زرداری په خلاف فقط ېو بله پخوانئ دوسېه په محکمه کی پرته ده.

تېره هفته ېوې محکمی نوموړي ته د جمهور رېس مشرف د عفوی د اعلان په رڼا کی د پخواني حکومت له خوا لگول شوی پنځه نوری دعوی هم ختمی کړی.

د ېوې موافقې په اساس ښاغلي زرداری او د هغې مېرمنې پخوانئ صدر اعظمی بېنظېر بوټو ته حکومت اجازه ورکړه چه پاکستان ته راشی او خپله جلا وطنی په خارج کې پای ته ورسوی.

محکمی د ښاغلي زرداری ضبط کړی چاېداد هم ازاد کړ. په اصف زرداری باندی ېو تور دا لگول شوی ؤ چه د مېرمن بوټو د ورور مرتضی بوټو په قتل کې ېې لاس لره.

څو کاله کېږی چه ده دعوا په محکمی کی چلېږی.

د پېپلز گوند موافقه وکړه چه د نواز شرېف په مشرئ د پاکستان د مسلم لېگ گوند سره ېوه اېتلافی حکومت جوړ کړی.

د تېری مېاشتی په پارلمانی انتخاباتو کی د ښاغلي مشرف ملگرو سخته ماتی وخوړله.

XS
SM
MD
LG