د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی وزیرستان: شپاړس کسان ووژل شول


د پاکستان دولتی تلویزیون رپوټ ورکړیدی چې د افغانستان سرحد سره نژدی یو توغندی لگیدلی دی چې لږ تر لږه شپاړس تنه ئې وژلی دی.

دغه توغندی نن د یکشنبی په ورځ د جنوبی وزیرستان په ناارامه سیمه ولگید چې هلته پاکستانی عسکر القاعده پلوه او طالب پلوه افراطیانو سره په جگړه اخته دی.

د توغندی د لگیدو منبع څرگنده نده. د سیمی او سیدونکی وائې، گمان کیږی چې خارجی اتباع چې دیو محلی افراطی سره ئې ارتباط لاره، په هغه کور کې اوسیدل چې حمله ورباندی وشوه.

د امریکا له بی پیلوټه الوتکو نه پخوا د پاکستان په قبائلی سیمو کې په مشکوکو افراطیانو باندی د توغندیو گوزارونه شوی وو.

XS
SM
MD
LG