په پاکستان کی دزندان مامورېن واېې چه جمهور رېس پروېز مشرف د هغه هندی سړي اعدامول ترېوې مېاشتی پوری ځنډولی دي چه په نو لس سوه او نوي مېلادی کال کی، په لاهور کی دبم د الوزولو په تور په اعدام باندی محکوم شوی دی.
ښاغلي مشرف دا فېصله پرون د هند د حکومت ددې غوښتنې نه وروسته وکړه، چه د پاکستان د جمهور رېس نه ېې د سراب جتټ سېنگ په نوم په دغه ملزم باندی د خېژول شوی سزا د نرمولو په خاطر وکړه.
ټاکل شوی وه چه دغه هندی سړی چه محکمی د جاسوسئ په تور محکوم کړی و، د اپرېل په لومړۍ نېټه اعدام شی.
د لاهور د بم په چاودنه کی پنځه کسان وژل شوی ؤ. د سراب سېنگ خپلوان واېې چه دې په غلطئ سره پاکستان ته اوښتلی ؤ او جاسوس نه دی.