د پاکستان چارواکى وايي چې مشکوکو طالبانو ٣٦ د تېلو ټانکونه خراب کړېدى او لږ تر لږه ٦٥ کسان ېې په هغه برېد کې وژلى دى چې د تېلوپر کاروان ېې کړى و.
دغه تېل له پاکستان نه افغانستان ته دامرېکا په مشرى اېتلافى قواو ته وړل کېدل.
رپوټ وايي چې د ا برېد د ېکشنبى په ورځ د پاکستان په قبېلوى علاقه خېبر کې وشوه.
دغه سېمه دافغانستان سرحد ته نېژدى پرته ده. رپوټ وايي چې افراطېانو د تېلو ټانکونو ته دوه بمونه کېښودل او دهغوى په سبب په نورو کې اور اوچاودنى پېل شوې.
خبرى منابع وايي چې د تېلو اتېا ټانکونه په افغانستان کې دامرېکا په مشرۍ اېتلافى قواو ته تېل وړل خو د چاودنى په وخت کې دغه ټانکونه په ېوه ځاى کې درول شوى ول.
تراوسه پورې ددغې پېښى مسوولېت هېچا په غاړه ندى اخېستى .