د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ وايي له افغانستان سره د مرستو وعدې لس ملېارده ډالره کمې دي


هغه رپوټ چې نن د سه شنبى په ورځ دمرستو ادارو خپور کړېدى، وايي د لوېدېځ هېوادونه په دې کې پاتى راغلل چې هغه د ملېاردونو ډالره مرستى افغانستان ته ورکړى چې وعده ېې ورسره کړې وه.

ددغو مرستو وعده د افغانستان د انکشاف او سولى د منځته راتگ لپاره شوې وه خواوس دغه دواړه کارونه له خطر سره مخامخ دى.

د اکبر( ACBAR ) په نامه د مرستو ېوه موسسه وايي چې نړېوالى ټولنى د پنځه وېشت ملېاردو ډالرو د وروکولو له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى کړېده.

خو ېوازې ١٥ مېلېارده ډالره ېې تراوسه پورې ورکړېدى. دغه اداره واېې چې په دې لړکې امرېکا د لس ملېاردو ډالرو وعده کړې وه خو تراوسه پورې ېې ېوازې نېمامى مرسته افغانستان ته ورکړېده.

په دغه رپوټ کې وېل شوېدى چې هغه څلوېښت فېصده نړېواله مرسته اعانه ورکوونکېو هېوادونو ته د سترو کمپنېو د گټى اوسلاکارانو د معاش په بڼه ورکړل شوېده.

د اکبر دمرستو اداره وايي څرنگه چې پرمختگ او سولى ترمنځ اړېکى موجودى دى نو د مرستو د موثرېت اغېزه په سوله اوثبات باندى ډېره زېاته ده.

رپوټ په دې باندى هم انتقاد کوى چې هغه پېسى چې په نظامى عملېاتو باندى لگول کېږى او هغه چې په انکشافى پروژولگول کېږى دهغو ترمنځ ډېر غټ توپېر موجوددى.

په رپوټ کې وېل شوېدى چې دامرېکا نظامى لگښت په ېوه ورځ کې په افغانستان کې سل ملېونه ډالره دى خو هغه لگښت چې امرېکا او نور مرستندوېه هېوادونه ېې په انکشافى کارونو کوى هغه د ورځى اوه ملېونه ډالرو ته رسېږى.

له بل پلوه افغانستان د خپلو دولتى موسساتو په بېا ودانولو کې تر نوي فېصدو پورې په خارجى مرستو باندى تکېه لرى.

د اکبر موسسه په نړېوالو اعانه ورکوونکېو باندى غږ کوى چې په افغانستان کې په انکشافى او بشرى مرستو کى زېاتوالى راولى او په خپلو هغو وعدو باندى چې د مرستو لپاره ېې کړېدى وفا وکړى.

پکارده چې لگښتونه سره منظم او ډېر موثرسى او ډېرې مرستى دافغانستان د حکومت له لارې نه دغه هېوادته ورکړل شى.

XS
SM
MD
LG