د لاس رسي وړ اتصالات

کنډولیزا رایس د اسرائیلو او فلسطین له رهبرانو سره گوري


د امریکا د خارجه چارو وزیر کنډولیزا رایس منځني ختیځ ته پر لاره ده. هغه به پر اسرائیلو او فلسطیني مقاماتو فشار راوړي چې د سولې لپاره مذاکرات تقویه کړي، خو ددغه لپاره توقعات ډیر کمزوري دي.

میرمن رايس به د دواړو هیوادونو له رهبرانو سره په خبرو کې د امریکا هغه د هغه هدف پر پلي کیدلو ټینگار وکړي چې غواړي د راتلونکي میلادي کال په جنوري کې د جمهور رئیس بوش د ریاست د دورې له پای ته رسیدو وړاندې په منځني ختیځ کې د سولې یو قرارداد لاسلیک شي.

په پام کې ده چې میرمن رایس منځني ختیځ ته خپل دغه درې ورځنی سفر نن له اسرائیلو څخه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG