جمهور رئیس بوش د ناټو د رهبرانو په غونډه کې د گډون لپاره اروپا ته روان شوی دی. هغه به پر گډون کوونکېو هیوادونو باندى د افغانستان د لا زیات نظامي ملاتړ لپاره غږ وکړي.
په پلان کې ده چې هغه به د روانې هفتې په وروستیو شپو ورځو کې د روسیې له جمهور رئیس ویلادیمیر پوټین سره وگوري.
دواړه رهبران به د امریکا د هغه پلان په اړه خبرې وکړي چې غواړي په اروپا کې د مزایلو دفاعي سیستم ولگوي.
د ناټو له غونډې وړاندې چې د چهارشنې په ورځ په رومانیا کې پیل کیږي، جمهور رئیس بوش یوکراین ته ځي او له جمهور رئیس ویکتور یوشینکو سره په ناټو کې د جورجیا او یوکراین د ورگډیدو په اړه بحث کوي.
روسیې په ناټو کې د شوروي اتحاد ددغو دوو پخوانیو غړو هیوادونو له ورگډیدوسره کلک مخالفت ښودلی.
اوسني جمهور رئیس ویلادمیر پوټین او راتلونکي جمهور رئیس میدویدوف دواړو ویلي چې د ناټو دا عمل به د اروپا امنیت ته خطر پیښ کړي.
د ناټو د مشرانو غونډه په داسې وخت کې کیږي چې په افغانستان کې د تیرو دوو کلونو راهیسې د یاغي طالبانو په حملو کې زیاتوالی راغلی دى.
امریکا د ناټو له غړو هیوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په جگړه کې خپله ونډه پراخه کړي.