د لاس رسي وړ اتصالات

کانډو لېزا راېس له اسراېېلى او فلسطېنى مر کچېانو سره ملاقات کوى


د امرېکا خارجه وزېره کانډو لېزا راېسى نن په خپل تازه سفر کې چې د بېت المقدس ته ېې کړېدى داسراېېلو او فلسطېن له چارواکېو سره په ېوه گډ ملاقات کې برخه اخلى چې د سولى خبرى پر مخ بوزى.

کانډو لېزا راېس نن د دواړو خواو له معتبرو مرکچېانو سره ملاقات وکړ. په دې کې د فلسطېن پخوانى صدر اعظم احمد قورېه او د اسراېېلو خارجه وزېر ه تېزېپ لېوېن شامله وه.

تردې وروسته چې کانډو لېزا راېسى داسرائېلو او فلسطېن له چارواکېو ېعنى د اسراېېلو له دفاع وزېر ېهود براک او دا فلسطېن له صدر اعظم سلام فاېض سره د ېکشنبى په ورځ خبرى وکړى، اغلى راېس وکړاى شول چې په دې باندى ېوه موافقه ترلاسه کړى چې په اشغال شوې غزه کې ېو څه بندېزونه نرم کاندى.

اسراېېلو اعلان وکړ چې دوى به د بندېزو نو د نرمولو په لړ کې هغه پنځوس بندېزونه له سړکونو نه لېرى کړى چې په موقتى ډول موجود دى او ېو داېمى بندېز به لېرى.

همدا رنگه به هغه بندېزونه نرم کړى چې د فلسطېېنېانو په سفر باندى د غزې مهمو ښارونو ته په تگ راتگ باندى لگول شوېدى.

د فلسطېن چارواکېو په دې لړ کې وعده وکړه چې په جنېن کې امنېت سم کړى که څه هم اسراېېل به ددې ټولى سېمى مسوولېت په غاړه واخلى.

کانډو لېزا راېس به تردې وروسته د اردن پاېتخت عمات ته سفر وکړى دا به د فلسطېن له مشر محمود عباس سره دهغى د خبرو دوېمه ورځ وى، تردې وروسته به هغه له سېمى نه ولاړه شى.

بل خبر وایی، د فلسطېن د سخت درېځى ډلى حماس مشر وايي دى غواړى د فلسطېن له جمهور رئېس محمود عباس سره بې له کوم قېد او شرط نه خبرى وکړى.

په هغه مرکه کې چې خالد مشعل د برتانېې له سکاى نېوز سره وکړه ، ښاغلى عباس ېې مخامخ خبرو ته غزې ته راوباله.

هغه ووېل دغه خبرى په هغو مساېلو باندى کېدلى شى چې حماس او د ښاغلى عباس د فتح گوند سره ېوشى او امنېتى مساېل حال کاندى.

تېره اونى دغه رقېبو ډلو په دې موافقه وکړه چې مخامخ خبرى سره وکړى. د تېرکال جون راهېسى چې حماس غزه نېولى ده دا به اول ځل وى چې دغه دواړه گوندونه له ېوبل سره مخامخ خبرى کوى.

خو له ېو څو ساعتونو خبرو نه وروسته د حماس او فتح چارواکېو په دې باندى سره توافق ونه کړ چې په مذاکراتو کى به وروسته څه ډول خبرى منځ ته راځى.

XS
SM
MD
LG